هند کې د ښځو د سرونو ویښتو غلا وېره خپره کړې

د خپرېدو وخت

د هند په هریانه او راجستان ایالتونو کې له ۵۰ ډېرو ښځو ویلي، چې د سر ویښته یې داسې حال کې لنډ شوي، چې دوی پرې خبرې نه وې. د بي بي سي ویکاس پانډې په رپوټ کې ویل شوي، چې پولیس هڅه کوي معلومه کړې، چې پر ستونزه پوه شي.

د ګوراګاوون سیمې یوه ۵۳ کلنه ښځه سنیتا دیوي وايي: یوه تېزه رڼا مې ولیده او له ځانه بې خبره شوم، یو ساعت وروته راته معلومه شوه، چې د سر ویښته مې لنډ شوي دي. نوموړې د جمعې پر ورځ له دغې 'پېښې ' سره مخامخ شوې ده.

د 'پیریانو نایانو ' له لوري د ښځو وېښتو لنډولو دغه پېښې لومړی راجهستان ایالت کې رامنځته شوې، خو وروسته د دغه ډول پېښو په اړه هریانه او ان پلازمېنه ډیلي کې هم رپوټونه ورکړل شول. سونیتا ویلي هغه سړي، چې پر دې یې (برید) کړی، یو سپین ږیری سړی و، چې تېز رنګ کالي یې اغوستي وو.

دا وايي، د کور په لاندني پوړ کې پر غولي ناسته وم لمسی او لمسۍ مې پورته پوړ کې و، چې هغوی هم هغه مهال راغلل، خو هېڅ یې و نه لیدل.

له سنیتا سره د شوې پېښې په دویمه ورځ په همدې چم کې د یوې بلې مېرمنې اشا دیوي د سر ویښته هم په ناڅاپي ډول لنډ شول، خو د نوموړې په وینا یوې ښځې پرې برید وکړ. د اشا دیوي خسر سورج پال وايي له پېښې وروسته یې د اشا دیوي په ګډون د کورنۍ ټولې ښځې اتر پردېش ایالت کې د یوه خپلوان کور ته واستولې.

په ځینو پېښو کې ښځو ویلي، چې پېشو پرې حمله وکړه، خو ټولې اغېزمنې ښځې وايي، چې له برید وروسته بیهوښه شوې.

د ګورا ګاوون پولیسو ویاند رویندر کومار وايي، دوی د دغو پېښو په اړه څېړنه کوي، خو له خلکو یې غوښتي چې د پایلو د معلومېدو تر مهاله په ګنګوسو باور و نه کړي:

''اغېزمنې ښځې یوازې دومره وايي، چې بریدکوونکي یې لیدلي یا یې محسوس کړي دي، طبي ازموینو کې هم کوم غیر عادي څه نه دي موندل شوي. موږ تر اوسه نه یو توانېدلي په دې اړه شواهد ومومو، خو څېړنې مو روانې دي او د نورو ایالتونو له پولیسو سره هم اړیکه کې یو. ''

د سیمې اوسېدونکي بیا د پېښو په اړه خپل نظرونه لري، چې یو شمېر یې وايي دا د ناڅرګند مخلوق کار دی، ځینې نور یې بیا د جادوګرو او یا مجرمانو د ډلو کارنامه بولي، خو یو شمېر یې بیا په دې اند دي، چې ګواکې دغو ښځو د توجه جلبولو لپاره پخپله د سرونو ویښته لنډ کړ دي.