خوست کې د کرېکټ يو ورځنۍ لوبې پيلېږي

د خپرېدو وخت

د افغانستان کرېکټ بورډ يکشنبې (۸ مې) د دریو لوبډلو يو ورځنۍ لوبې په خوست کې پيلوي چې دوى يې د زرغون افغانستان سيالۍ بولي.

دا درې لوبډلې له هغو لوبغاړو جوړې دي چې يا په ملي لوبډله کې لوبېدلي يا هم ملي لوبډلې ته ورنژدې دي. د بورډ د چارواکو په وينا هيله دا ده چې په خوست کې مينه وال له دې لوبو خوند واخلي او لوبغاړي راتلونکو نړيوالو لوبو ته چمتو شي.

د افغان کرېکټ بورډ اداري مسوول نصيب خان په پيل وايي چې ولې لوبې د کابل پر ځای خوست کې ترسره کېږي.