د افغانستان والیبال غوره لیګ؛ ام البلاد د والیبال غوره لیګ اتلولي وګټله

د خپرېدو وخت

د افغانستان د والیبال ملي لیګ پایلوبه کې ام البلاد لوبډلې بالاحصار ته ماتې ورکړه. د دې لیګ پایلوبه کې چې تېره ورځ ترسره شوه، ام البلاد د سیالي له پنځو رونډونو یا سیټونو درې په لوړو امتیازونو وګټل. بل ام البلاد چې د شمال زون نمایندګي کوله هیڅ لوبه ونه بایلله

دا په افغانستان کې د والیبال لومړی ملي لیګ و چې شاوخوا ۹ ورځې وړاندې له شپږو ځونونو د شپږو لوبډلو ترمنځ ترسره شو. په لوبغالي کې د دواړو لوبډلو سلګونه مینه وال ورټول وو او له نژدې یې د دې لوبې ننداره کوله.