کرېکټ: افغان تېز توپ اچوونکي نوين الحق سره خبرې

د خپرېدو وخت

نوين الحق د افغانستان د نولس کلنو ملي لوبډلې مخکينى کپتان سږ کال د کرابين په مخکښ شل اوريز ليگ سي پي ايل کې ولوبېد.

دى لومړنى افغان تېز بالر شو چې د ويسټ انډيز په تجارتي سياليو کې يې برخه اخيسته. تر ده وړاندې راشد خان، محمد نبي، مجيب ځدراڼ او ځينو نورو ورو بالرانو هلته لوبه کړې وه.

له ويسټ انډيزه د راستنېدو پر وخت مو نوين الحق دلته په لندن کې وموند او د سي پي ايل په تجربې مو ورسره خبرې وکړې.