تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کابل کې شپيزې کرېکټ سيالۍ
د لوبو دې اونيزه ګڼه کې د فوټبال او نورو لوبو خبرونه لرو، بيل کې کرېکېټ... کابل کې د شپږيزې په سياليو کې نن بوست او سپين غره لوبډلې خپلې لوبې وگټلې. د بوست لوبډلمشر گلبدين نايب ٩١ منډې وکړې او بيا يې درې لوبغاړي وسوځول او د امو لوبډلې ته یې په ١٥ منډو ماتې ورکړه. په دويمه لوبه کې د سپين غره لپاره نجيب ترکي ٦٨ منډې وکړې خو د محمد نبي پنځوسيزې هم د ميس عينک لوبدله له څلور منډو ماتې ونه ژغورله. دا پنځمه ورځ ده چې د شپږيزې سيالۍ په کابل کې پيل شوې دي، ځلا سحر راته وايي چې مينه وال او تنظيموونکي يې په څه هيله گوري.