تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د وينې سرطان معاينې کې پر مختګ
د خپرېدو وخت
د وینې یوه نوې معاینه کولی شي د کولمو، سینې او سږو سرطان ناروغانو سره په درملنه کې خورا ډېره مرسته وکړي.
دا یوه ډېره ساده لار ده چې له مخې یې کتل کېدی شي چې ایا جراحي عملیات کې تیومرونو په بریالي ډول لرې شوي دي او که نه. دا مهمه ده ځکه ناروغان په بیا بیا له کیموتراپۍ ژغورل کېږي.
اوس په دې برخه کې په بریتانیا کې یوه ازمېښتي دوره روانه ده. مشري یې د رویل مارسډن روغتون کوي. تر دې وړاندې په آسټرالیا کې هم ورته ازموینه شوې وه او ښې پایلې یې درلودې.