تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ټوېټر اغېز: ځينې کاروونکي يې وايي ژوند يې ور بدل کړی
ټوېټر یې د اېلن مسک تر مشرۍ لاندې لا هم د خبرونو سرټکي جوړوي، چې دا ټولنيزه رسنۍ یې د دې تېر اوکتوبر پای کې په ۴۴ ميليارډ ډالره وپېروده.
د پېرېدو په اړه یې شورماشور، د دغه ټولنيز دريځ ځينې نيمګړتياوو ته د خلکو پام ورواړاوه.
د مياشتې شاوخوا ۳۰۰ میليونه خلک دا رسنۍ کاروي. له نيمګړتياوو سره سره یې د ځينو لپاره دا يو داسې ځای دی، چې خپل کاروبارونه یې په کې جوړ کړي، مينه يې په کې موندلې او د بېلابېلو ټولنيزو هلوځلو بهير یې په کې پيل کړی دی.
د بي بي سي ټکالوژۍ خبریالې زووي کلېمن له دريو هغو ښځو سره خبرې کړې، چې وايي ټوېتر یې ژوند کې ښه بدلون راوستی.