داسې ښکاري چې پر مریخ به لا نورې چورلکې الوتنې وکړي

د خپرېدو وخت

د امریکا متحده ایالات او اروپا هڅه کوي خپل پلانونه سره جوړ کړي او له مریخ څـخه د تیږو او خاورې نمونې ځمکې ته راوړي او په لابراتوارونو کې یې وڅېړي.

دوی هیله لري چې دا بهیر ساده، خطر او لګښت یې راکم کړي او مریخ ته د ختلو لپاره د بریتانیا جوړ کړي "فېچ روور" پر ځای چورلکې وکاروي.

فېچ روور هغه سرلوڅي موټر ته ورته روباټ دی چې اېیربس شرکت جوړ کړی او مریخ ته د سمپلونو د راټولو لپاره لېږل کېږي.

خو د ۲۰۲۲ په فارنبورو نړېوال نندارتون کې دې تازه هڅې د دغه شرکت انجینران ناهیلي کړي دي، ځکه چې د انګلیستان د اېیربس شرکت انجینرانو له کلونو راهیسې پر دې مفکورې کار کاوه او فېچ روور یې ورته جوړ کړی و.

د هیمپشایر په نندارتون کې، د ایټالیا فضایي شرکت لوی لیونارډو د لوی ماموریت لپاره د ۴۶ میلیونو پونډو په ارزښت تړون لاسلیک کړی.

دغه شرکت په دې سوداګریز نندارتون کې انساني لاس ته ورته یو روباټ نندارې ته وړاندې کړ چې لیونارډو ارم Leonardo aram نومېږي.

دا روباټ به په ۲۰۲۵ کال کې د امریکا ناسا ادارې ته ولېږدول شي.

د پروژې مشر ډاکټر ګیدو سنګیواني بي بي سي ته وویل، "دا ۲.۵ متره اوږد دی او اوه درجې حرکت کولای شي. خو دې ته مو باید پام وي چې دا یوازې یو لاس نه دی بلکې دا یو کمپیوټر دی، برېښنا لري، کمره لري او دا یو بشپړ سیستم دی. "

دمګړۍ دا یوازنۍ لار ده چې پر مټ یې له مریخه د خاورو او تیږو نمونې ځمکې ته راوړل شي او وروسته په لابراتوارونو کې معاینه او وڅېړل شي.

له دې سره به دوی مالومه کړای شي چې په مریخ کې ژوند شونی دی یا کله هم په کې ژوند شوی دی او که نه.

خو پر دا ډول فضايی چارو میلیاردونه ډالر لګښت راځي.

د دې لوی ماموریت تر پیلېدو مخکې ناسا خپل Perseverance روباټ مریخ ته استولی چې هلته یې شاوخوا یو کال کیندنې وکړې او د خاورو او تیږو ځینې سمپلونه یا نمونې یې راټولې کړې.

ځکه امریکايي او اروپايي فضايي ادارې اوس ډاډه دي چې دغه روباټ په یوازې ځان دا ټول کارونه کولای شي.

د اروپا د فضایي ادارې یو مشر ډاکټر ډیویډ پارکر بي بي سي ته وویل: "دمګړۍ د ماشين پر جوړښت باندې کار روان او د ودې په حال کې دی او هېڅ شی په بشپړ ډول وروستي پړاو ته نه دي رسېدلي."

خو دی زیاتوي چې، " هلته وار د مخه Perseverance روباټ شته دی چې ډېر اغېز من دی. د ارزونو او وړاندیزونو پر بنسټ به دا روباټ خپل کار ته دوام ورکوي چې مونږ خپل پروګرام منظم کړای شو او مریخ ته د بل خطرناک ماشین د استولو اړتیا له منځه یوسو. "

که دا استول شوی روباټ یاني Perseverance مات شي بیا به کوچنۍ چورلکې د همدې کار لپاره هلته لېږل کېږي.

دغه روباټ ډرون چورلکې لري او پخپلې ځيرکتیا سره یې ثابته کړې ده چې چورلکې د مریخ پر سطحه او فضا ښه کار کولای شي.

ځکه ښاغلی پارکر وايي چې، "ښايي موږ یو، دوه چورلکې د بیمې په توګه د اړتیا پر مهال وکاروو".

خو هر روباټ چې استول کېږي، د انسان لاس ته ورته روباټ به په فضايي بېړۍ کې د نمونو د ځای پر ځای کولو لپاره هلته وي.

د ۲۰۲۸ کې په منځنیو وختونو کې به د چورلکو، لیونارډو لاس او بېرته ځمکې ته د دوی د راستنوونکي توغندي په ګډون یو روباټ د دوو کلونو لپاره مریخ ته ولېږل شي.