نوې څېړنه: د ميندوارۍ زيانېدو مخنيوی

د خپرېدو وخت

هغه ښځې چې د ميندوارۍ لومړيو کې یې د وينې ضايع کېدو سره مخامخ شوې او ترې مخکې يې لږترلږه يو ځل د ميندوارۍ بايللو کړاو ګاللی، بايد پروجېسټېرون هورمون ورکړل شي.

دا د یوې نوې لارښوونې خبره ده، چې دا اوس اوس د بريتانيا روغتيا څار ادارې نايس له خوا خپرې شوې ده.

دا لارښوونه د یوې څېړنې له مخې شوې، چې ښيي دا درملنه ښايي بريتانيا کې د کال د اته نيم زره ميندواريو بايللو مخنيوی وکړي.