تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ماشوم ته د مور د شیدو ګټه
نن د اګسټ لومړی نیټه ماشوم ته د مور د شیدو ورکولو نړیواله ورځ ده.
دغه اونۍ هر کال د اګسټ له لومړۍ تر اومې نیټې ماشوم ته د مور د شیدو د ګټو په اړه د عامه پوهاوي په خاطر په نړیواله کچه لمانځل کېږي.
دغه ورځ له ۱۹۹۱ کال راهیسې ماشوم ته د مور د شېدو د اهمیت او ګټو په اړه د پوهاوي او دغه راز د میندو د ملاتړ په پار لمانځل کېږي.
په افغانستان کې هم د بې وزلۍ او ماشوم ته د مور د شیدو ورکړې د اهمیت په تړاو د عامه پوهاوي نشتون له امله زیات ماشومان د مور له شیدو بې برخې دي.
په کابل کې مو همکار ابراهیم صافي د عامې روغتیا وزارت د تغذیوي پروګرامونو د همغږۍ له مسئول شفیق الله صافي سره مرکه کړې او په سر کې یې پوښتلی چې ماشوم ته د مور شیدې څومره ګټورې دي.