تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پلار د خپل فلج زوی ګرځېدو ته روباټیکې جامې جوړې کړې
فرانسوي روباټیک انجنیر جین لویس کونستانزه خپل ۱۶ کلن زوی ته د بهرني ایسکلېټ داسې روباټیکي جامې جوړې کړې چې هغه یې په مرسته ګرځېدای شي. اوسکار کونستانزه فلج دی او پخوا به ویلچیر کې ګرځېده.
هغه چې څنګه خپل وايي "روباټه ودرېږه" روباټیکې جامې یې فعالېږي او بیا کرار کرار ګام اخلي.
جین لویس کونستانزه د هغې کمپنۍ مرستیال بنسټګر دی چې دا ډول جامې جوړې. دا روباټیکې جامې له کاروونکو سره مرسته کوي چې د ورځې څو ساعته وګرځېدای شي.
د دغه فرانسوي ساینسپوه دا نوښت اوس د یو شمېر هېوادونو روغتونونو کې کارول کېږي، خو لا په ورځني ژوند کې د کارېدو لپاره د عام لاسرسي وړ نه دي.