تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اسرائيلي سافټوېئر په مرسته پر عمران خان د جاسوسۍ هڅه شوې
د بښنې نړيوال سازمان او د فرانسوي رسنيز سازمان 'فوربډن سټوريز' د پاکستان او هند د دوه زره ټليفوني شمېرو په ګډون له ۵۰ زره زياتو هغو ټليفون شمېرو لېست موندلی چې د رپوټونو له مخې د هکولو یا پر کاروونکو یې د جاسوسۍ لپاره غوره شوې وې.
په دې لېست کې د پاکستان د لومړي وزير عمران خان د يوه پخواني موبايل ټليفون شمېره هم شامله وه.
د بښنې نړيوال سازمان او د فرانسوي رسنیز سازمان فوربډن سټوريز له خوا د شوې پلټنې له مخې دغه ټيليفون شمېرې د اسرائيلۍ کمپنۍ اېن اېس او د جاسوسۍ سافټوېير پيګاسس په کارولو سره هدف ګرځول شوې.
د ټيليفوني شمېرو په دې لست کې دوه نمبرونه د هند ګانګرس ګوند د مشر راهول ګاندي وو. د دې ترڅنګ د نوموړي د پنځو نژدې ملګرو او د کانګرس ګوند د ځينو غړو شمېرې هم شاملې وې.
د رپوټونو له مخې د نړۍ لروبر د بشري حقونو ګڼ شمېر فعالان، خبریالان او وکیلان هم د دې تلیفوني مالویر په وسیله هدف ګرځېدلي چې د 'این اېس او' په نوم یوه اسرائیلي شرکت جوړ او د نړۍ پر مستبدو هېوادونو پلورلی دی.
تر اوسه مالومه نه ده چې د دغو شمېرو نوملړ له کوم ځایه راوتلی او مشخصآ د کومو کسانو شمېرې پکې هک شوې دي.
'این اېس او' شرکت د امنیتي څارنې برخه کې فعالیت کوي او ویلي یې دي چې دا سافټویر یې د ترهګرو او مجرمانو پر وړاندې مبارزې لپاره جوړ کړی دی.
این اېس او زیاتوي دا سافټویر د هغو هېوادونو پر امنیتي بنسټونو، پولیسو، پوځ او استخباراتو پلورل شوی چې د بشري حقونو برخه کې ښه مخینه لري.
دغه شرکت په یوه اعلامیه کې دا ادعا هم کړې، هغه څېړنې چې له مخې یې دا رپوټ چمتو شوی پر "ناسمو انګېرنو او ناثابته شویو تئوریو" ولاړې دي.
دا څېړنې یوې پاریس مېشتې غیر دولتي ادارې "فوربیډن سټوریز" او د بشري حقونو "د بښنې نړیوال سازمان" کړې دي.
د این اېس او شرکت دا سافټویر "پېګاسوس" نومېږي او لومړی ځل د یکشنبې پر ورځ د واشنګټن پوست، ګارډین، لې مونډ او د نړۍ بېلابېلو هېوادونو کې څوارلسو نورو رسنیو په دې اړه رپوټونه خپاره کړل.
د پېګاسوس په وسیله د ځیرکو تلیفونونو د اپل او انډرویډ دواړه سیستمونه څارل کېدای شي.
دا سافټویر حکومتونو ته دا وړتیا ورکوي چې د هدف ګرځول شوي تلیفون عکسونو، لنډو لیکلو پیغامونو، برېښنالیکونو او د نیولو شویو تلیفوني اړیکو لیست ته لاسرسی ومومي او دغه راز یې په پټه مایکروفون فعال کړي.
څېړنو ښودلې چې د هغو تلیفونونو تر نیم ډېر د جاسوسۍ پر دغه سافټویر ککړ شوي چې نوملړ یې راوتلی دی.
په دغه لیست کې د فرانسي خبري اژانس، سي این این، نیویارک ټایمز او الجزیرې تلویزیون په ګډون د بیلابیلو رسنیو د ۱۸۰ خبریالانو شمېرې هم شته.
په دې منځ کې د دوو داسې ښځو نومونه او شمېرې هم راغلي چې له دوو وژل شویو مشهورو ژورنالیستانو سره نږدې وې.
په دوی کې یو سعودي خبریال جمال خاشقجي او بل مکسیکويي ژورنالیست سیسیلیو پینډا بېرتو دی چې د موټرو د مینځلو ځای کې وژل شوی و.
دغه اوږد نوملړ کې د ځینو هېوادونو د مشرانو، د عربو د شاهي کورنیو د غړو او د سترو شرکتونو د مدیرانو شمېرې او نومونه هم تر سترګو کېږي.
ویل شوي په دې اړه به نور جزییات چې څوک څوک د دغه تلیفوني سافټویر په وسیله په نښه شوي، راتلونکو ورځو کې راووځي.
د یادونې وړ ده چې 'وټس اپ' په ۲۰۱۹ کال له 'این اېس او' شرکت شکایت وکړ او ویې ویل چې دغه شرکت د پېګاسوس په وسیله پر ۱۴۰۰ تلیفونونو سایبري برید کې لاس لري.
این اېس او که څه هم دغه تور رد کړ، خو د وټس اپ د نه کارولو بندیز پرې ولګېد.