پوهان له فضا نه د کولرا خپرېدو وړاندوینه کوي

د خپرېدو وخت

پوهانو له فضا نه د کولرا ناروغۍ د خپرېدو د وړاندوینې یوه طریقه موندلې کړې، چې وايي دا کار د ځانګړو مصنوعي سپوږمکیو په مټ د اقلیمي بدون د څارنې او مصنوعي ذکاوت د ټیکنالوجۍ له لارې کېدای شي.

څېړونکي هیله ښيي چې دا طریقه به په پای کې په هغو سیمو کې د انسانانو په ژغورلو کې مرسته وکړای شي چې تر ډېره وژونکې ناروغۍ پکې خپرېږي.‌

د اروپا د فضايي څېړنو اژانس (اې اس اې) څېړونکی ډاکتر پاولو چیپولیني وايي: "دا یو ډېر پام اړوونکی کار دی، ځکه چې د سیارې نبض پرې کتلی شو".

دی زیاتوي: "ښايي تاسو به باور ونه کړئ چې د مصنوعي سپوږمکیو فضايي (ټیکنالوجي) به له روغتیايي چارو سره هم مرسته وکړي، خو دا فرضیه په پراخ ډول د منلو وړ ګرځېدلې ده".

د یوې څېړنې په پایله کې راغلي چې د هند په ساحلي سیمو کې د کولرا د خپرېدو وړاندوېینه ۸۹ سلنه ممکنه ده.

د اروپا د فضايي سازمان څېړنډلې او د سمندري څېړنو بلیموت لابراتوار د چاپېریال اړوندو څارنو د مصنوعي سپوږمکیو د اتو کلونو معلومات راغونډ کړي او د مصنوعي ذکاوت له ټیکنالوجۍ په ګټې اخیستو یې په کولرا ځپلو سیمو کې وړاندوینه کړې ده.

کولرا پر اوبو پورې یوه تړلۍ ناروغي ده، چې د ککړو خوړو او اوبو له لارې (فابریو کولیري) باکتریاوې بدن ته ننوځي.

دغه باکتریاوې د نړۍ په ساحلي سیمو او د استوا پر کرښه پرتو ګڼ مېشتو سیمو کې ډېرې خپرېږي. د نړۍ د کولرا نیمايي پېښې د هند سمندر په شمالي برخو کې رامنځ ته کېږي، چې تر ډېره څېړونکو پر هند خپلې څېړنې ورټولې کړې دي.

په اوبو کې د بدلون څارنه

څېړونکو د خپلو وړاندوېینو او څېړنو لپاره د فضايي مصنوعي سپوږمکیو اوه بېلابېل معیارونه په ‌پام کې نیولي.

دوی هغه تړمې مالګینې اوبه څېړلې چې باکتریاوې پکې ډېره وده کوي او ترڅنګ یې د هغو سمندري بوټو د ډېرېدو څېړنه هم کړې ده چې دا باکتریاوې پرې نښلي.

دوی د تودوخې درجې هم څېړلې، چې تر ډېره په ګرمو موسمونو او سیمو کې خلک د سمندر په اوبو کې لامبي، همداشان د بارانونو پاکې اوبه چې له ککړو اوبو سره یوځای کېږي.

څېړونکې ایمي کامبل چې د اروپا د فضايي څېړنډلې او د بلیموت لابراتوار غړې ده،‌ وايي "زموږ څېړنې پر پراخو بدلونونو ورټولې دي، چې یو پکې د اوبو مالګینېدل دي او دا کار د کولرا خپرېدو په وړاندوېینه کې ډېره مرسته کولی شي".

نورې ناروغۍ خپرېدل

اقلیمي بدلون او د ناوړه هوا پېښې د کولرا ناروغۍ د خپرېدو زیاتوالي یو مهم لامل ګڼل کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، هر کال نژدې څلور میلیون کسان په کولرا اخته کېږي چې کابو ۱۴۳ زره له همدې ساري ناروغۍ مري.

که څه هم ځینو خلکو کې د کولرا ناروغۍ نښې ډېرې سختې نه وي، د شدید نس ناستي لامل ګرځېدلی شي او که درملنه یې ونه شي، نو ان په څو ګړیو کې په مرګ تمامېدلی شي.

د سمندري څېړنو لابراتوار ډاکتره ماري فاني راکو وايي: "تر ډېره کوچني ماشومان- په تېره تر پنځو کلونو د ټیټ عمر کوچنیان- د اوبو اړوندو ناروغیو له خطر سره مخامخېږي.‌ نو هیله لرو د ناروغۍ د خپرېدو پر اټکلي سیستم پوه شو او ماشومانو ته د دغه خطر کچه راټیټه کړای شو".

ایمي کامبل بیا وايي: "ګڼ نور ټولنیز-اقتصادي عوامل هم شته چې زموږ د کار پایله یو څه ګرانولی شي. هغه سیمې چې د څښاک پاکو اوبو سیستم پکې نه شته، د کولرا ناروغۍ خپرېدو د زیاتوالي شاهدانې دي".

ډاکتر پاولو چیبولیني وايي: "ژر به (له فضا نه) د ځمکني څارنیز سیستم کارېدو شاهدان یو، چې په مټ‌ یې ټولنیزې ګټې ترلاسه کړو".

دی زیاتوي: "دا یو مهم کار دی؛ ځکه هغه وقایه چې موږ یې برابروو، لا ډېر سېک راکوي چې په ډېری بې وزله سیمو کې ګټور کارونه وکړای شو".