مصر: قاهرې ته نژدې تر ۱۰۰ ډېر ډبرین تابوتونه موندل شوي

د خپرېدو وخت

قاهرې ته نژدې د کیندنو پر مهال تر ۱۰۰ ډېر ډبرین تابوتونه موندل شوي چې لرغونتیا یې ۲۵۰۰ کلونو ته رسېږي. تر دغو تازه موندنو څه باندې یوه میاشت وړاندې لرغونپوهانو په همدې ځای کې ۵۹ لرګین تابوتونه هم موندلي وو چې سرپټي (سرپوښلي) او په ښه ډول ساتل شوي وو.