پېښور کې د چوک يادګار تړل کېدل؛ زرګونه خلک بې روزګاره شوي

د خپرېدو وخت

پېښور کې چوک یادګار په دوديز ډول د صرافيو يا پيسو بدلولو بازار پاتې شوی، خو اوس له شاوخوا دوو مياشتو راهیسې تړلی دی.

دا تدبير چې د پاکستانيو روپيو بيو کنټرول او هم د ډالرو قاچق مخنيوي لپاره پورته شوی، د صرافانو کاروبار پر اغېزمنتيا سربېره یې، له دغه کاروبار سره تړلي زرګونه خلک اوس بې کاره کړي هم دي.

د پاکستان د پوځ مشر ويلي وو، حکومتي کارکوونکي چې د ډالرو قاچاق کې ښکېل وي، پوځي محکمو کې به محاکمه کېږي.

رحمان الله پرې له پېښوره راپور رالېږلی.