تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پاکستان مخ په ځوړ اقتصادي حالت: لوړو بيو خلک له ستونزو سره مخامخ کړي
د خپرېدو وخت
پاکستان کې اقتصادي کړکېچ، انفلېشن يا د پيسو پړسوب او د بيو لوړوالی پرله پسې د خلکو ژوند سخت کړی دی.
د خيبر پښتونخوا زیاتېدونکی شمېر خلک د خپلو کورنيو ورځنيو لګښتونو پوره کولو لپاره د ورځې دوو، ان دريو کارونو ته اړ شوي دي. ځينې سوداګر چې وړاندې به يې يوازي اوه يا اته ساعته کار کاوه، اوس ان تر پنځلسو ساعتونو کار کوي خو بيا هم له ګرانيو سر ټکوي.
د دغه هېواد وګړو کې ډېر داسې خلک هم دي، چې وايي د خوراکي توکو پېرلو توان هم نه لري. رحمان الله پرې له پېښوره راپور، راستولی دی.