تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
خیبر پښتونخوا؛ د دوو غرونو تر منځ ځانګو کې د ایسارو زدکوونکو او ښوونکو ژغورل
د خیبر پښتونخوا په بټګرام کې د هغو اتو کسانو ژغورنې لپاره پوځي چورلکې استول شوې چې د دوو غونډیو تر منځ د پړي په مرسته ګرځنده څوکۍ کې ایسار پاتې دي.
د شپږ ماشومانو او دوو لویانو لږېدونکې دا روانه څوکۍ هغه مهال له ځمکې ۲۷۴ متره پورته ځای پر ځای ودرېده چې د لېږدونکي کېبل یوه برخه یې پرې شوه.
ویل کېږي، ایسار ماشومان ښوونځي ته پر لار وو چې پېښه رامنځته شوه. د پاکستان موقت لومړي وزیر د پېښې ښکار شویو کسانو ژغورنې لپاره امر کړی دی.
چورلکې د پېښې ځای ته رسېدلې دي، خو هلته د ایسارو کسانو حالت تر اوسه معلوم نه دی. د ځايي رسنۍ ډان په رپوټ کې ویل شوي د لومړۍ چورلکې د رسېدو تر مهاله هلته ایسار کسانو څلور ساعته انتظار کړی.
د ژغورنې چارو ځايي مشر عبدالباسط خان وايي، څوکۍ اوس په یوستوي پړي پورې بنده پاتې ده.