پښتونخوا کې د کاغذ او چاپ صنعت: سوداګر يې له ګرانۍ سرټکوی

د خپرېدو وخت

پښتونخوا کې د کاغذ کاروباريان وايي د روان اقتصادي کړکېچ له امله د کاغذ بيې هم درې برابره لوړې شوې او اساسي قانون کې د اتلسم ترميم نه عملي کولو له امله هم پښتونخوا کې د چاپ صنعت لوی ګوزار خوړلی دی.

پښتونخوا ته د کاغذ صنعت کې توکي له بهره واردېږي، او د ډالرو ارزښت لوړېدو سره هم پر دې صنعت خورا ناوړه اغېز شوی دی.