انلاین ښوونکې لومړی ځل له خپلو زدکوونکو سره ګوري

د خپرېدو وخت

یوه ښوونکې چې د پاکستان په لیرې سیمو کې ماشومانو ته د زدکړې ټولګي مخته وړيو په یوه پوځي چورلکه کې د لومړي ځل لپاره د خپلو ماشومانو لیدلو ته ورغلې ده. شمالي وزیرستان ته د سیما مهین سفر یو کمیابه فرصت و چې له کلیوالو مشرانو سره د دوی د نجونو او هلکانو د تعلیم په اړه بحث او خبرې وکړي. بي بي سي هم له سیما سره دې جګړې ځپلې سیمې ته – چې تر نیم میلیون ډېر وګړي یې خپلو مېنو ‌پرېښودو ته اړ شوي وو- ورغلې ده.