تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان کې انفلاسيون تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی
پاکستان کې انفلاسيون يا د پيسو پړسوب، چې امله یې بيې لوړېږي، له هغه راهیسې چې د شمېرنو ادارې يې ۱۹۷۰ مو کلونو کې پر ثبتولو پيل کړی، تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی.
دې مارچ کې چې همدا اوس پای ته ورسېد، بیې ۳۵،۳۷ سلنې ته ختلې، چې له تېرې فبرورۍ ۳،۷ سلنه لوړوالی دی.
د انفلېشن لوړېدو لوی لامل يې د خوړو او ټرانسپورټ بيو کې ډېورالی بلل شوی دی.
پاکستان دا اوس اوس خپل تر ټولو ناوړه اقتصادي حالت سره مخامخ دی، او د بهرنيو پيسو زېرمې يې ډېر کم څه کې د يوې مياشتې وارداتو لپاره بسنه کوي.
د پښتونخوا په ګډون ډېرو سيمو ګڼ شمېر خلک د حکومت په ملاتړ د وړيا اوړو وېش پر مرکزونو ورمات شوي، چې ځينې وختونه په کې د ټېمبټېل له امله مرګژوبله هم اوښتې.
رحمان الله پرې له پېښوره راپور رالېږلی دی.