د پښتونخوا ښوونځیو کې د شاملېدونکو افغان نجونو شمېر ډېر شوی

د خپرېدو وخت

په پښتونخوا کې ښوونځیو ته د شاملېدونکو افغان نجونو شمېر د تېر کال پرتله ډېر شوی دی. دلیل یې دا ښوول شوی چې په افغانستان کې طالبانو نجونې له ښوونځیو منع کړي او کورنیو یې د نجونو زدکړو ته پښتونخوا ته مخه کړې ده.

خو په پېښور کې اوس اندېښنه دا پیدا شوې چې دغه نوې کورنۍ قانوني اسناد نه لري او ښايي په همدې دلیل په پښتونخوا کې هم افغان نجونې له زدکړو محرومې شي.

په ۲۰۲۱ کې کله چې طالبان بیا واک ته ورسېدل،‌ له شپږم ټولګي پورته ټولګیو د نجونو زدکوونکو ښوونځي یې وتړل. پېښور کې د "بي بي هاجره" په نوم د افغان نجونو ښوونځي ته ورغلم.‌