پېښور: مدني‌ فعالانو له طالبانو غوښتي چې له شپږم ټولګي ‌پورته نجونو ته د زدکړو اجازه ورکړي

د خپرېدو وخت

پېښور کې مدني فعالانو د بشري حقونو د نړيوالې ورځ په تړاو د پېښور پرېس کلب پر وړاندي په افغانستان کې د نجونو د زده کړو د حق په لړ کې احتجاج کړی.

احتجاج کونکو په افغانستان کې د طالبانو له حکومته غوښتي چې‌ له شپږم ټولګي پورته د نجونو په تعليم بنديز ختم کړي.

احتجاج کوونکي‌وايي‌ نړيواله ټولنه دې د طالبانو پر حکومت د مېرمنو د تعليم د اجازي لپاره فشار واچوي.

د احتجاج ځينې ګډونوالو له بي بي سي سره خبرې کړې.