د کوټې وچکالۍ: اقليمي بدلون يې لامل شوی

د خپرېدو وخت

پاکستان کې وروستيو سېلابونو پراخه ویجاړي رامنځته کړې خو له سېلابونو وړاندې د دغه هېواد ډېرې سیمې له بدې وچکالۍ کړېدې.

کارپوهان د وچکالۍ او ناوړه سېلابونو اغېز تر ډېره د اقلیمي بدلون پایله بولي. د پاکستان، بلوچستان ایالت کې د نژدې دوو لسیزو سختې وچکالۍ باغ لروونکي دې ته اړ کړي، چې باغونه پرېږدي او نورو سیمو ته په خوارۍ پسې ولاړ شي.

پاکستان کې د اقلیمي بدلون پر اغېزو د رپوټونو په دې لړۍ کې خدای نور ناصر، لومړی، له پښين، دغه رپوټ را لېږلی دی: