پاکستان کې وروستي سېلابونه؛ چارسده کې يې د ساعت تېرۍ ځايونو ته ډېر زيان اړولی

د خپرېدو وخت

پاکستان کې وروستیو سېلابونو د چارسدې د ساعت تېرۍ ځای سردرياب کې هوټلونو ته ډېر زيانونه اړولي دي. سردریاب د پښتونخوا اوسېدونکو لپاره مشهور ځای دی.

د دغو هوټلونو څښتنان ځايي حکومتي چارواکي تورنوي چې لاسنیوی یې ورته نه دی کړی.

د سردرياب پر غاړه د هوټلونو اغېزمنېدو سره دغلته د سلګونو کارکوونکو او په سیند کې د کښتۍ چلونکو ژوند هم ستونزمن شوی دی.

رحمان الله ورغلی او جزییات لري.