خیبرپښتونخوا او تورخم ته پاکستان کې د امریکا سفیر تګ ولې ناندریز شوی؟

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

خیبرپښتونخوا او په ځانګړې توګه افغانستان سره پر ډېورنډ کرښه پروت تر ټولو ستر بندر 'تورخم' ته پاکستان کې د امریکا د سفیر ډونلډ بلوم د تېرې اوونۍ سفر پر سر خواله رسنیو کې تاوده بحثونه روان دي.

دا بحثونه تر هغې وروسته پیل شوي چې د پاکستان د مخکیني لومړي وزیر عمران خان تحریک انصاف ګوند یوې مشرې ډاکتر شرین مزاري پر خپل ټویټر د دغه سفر تصویرونه خپاره کړل او نیوکه یې پرې وکړه.‌

هغې د ټویټر دغه پوست کې د امریکا سفیر ته د وایسرای خطاب کړی او دا سیمې یې خورا حساسې بللې چې د نوموړې په وینا عادي پاکستانیان نشي ورتلی.

شرین مزاري لیکلي چارواکو د امریکا سفیر ته سور فرش غوړلی و او ګوندې هغه د دغو سیمو سروې اخیسته.

پاکستان کې د امریکا سفیر که څه هم د پښتونخوا له وزیر اعلی محمود خان سره هم لیدلي چې د تحریک انصاف ګوند غړی دی، خو اغلې مزاري بیا د دې لیدنې یادونه هېڅ کړې نه ده، نه یې هم د هغې عکس پورته کړی.

اوس د خواله رسنیو ځینې پاکستاني کارن پر اغلې مزاري نیوکه کوي چې ولې د پښتونخوا اعلی وزیر سره د امریکا د سفیر پر لیدنه غلې ده.

د یادونې ده چې د پاکستان مخکیني لومړی وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په وار وار ادعا کړې چې ګوندې حکومت یې د امریکا د دسیسې پایله کې پرځېدلی، خو د امریکا بهرنیو چارو وزارت د نوموړي دا ادعا رد کړې.

امریکایي پلاوي کومې سیمې کتلې وې

د پاکستان پوځي چارواکو د اګست پر دریمه تورخم بندر ته څېرمه مېچنۍ پوسته کې د امریکا سفیر ته د دې سیمې په اړه مالومات ورکړل. دا کتنه د پاکستان سرحدي ځواکونو لخوا برابره شوې وه.

‌د امریکا سفیر ډونلډ بلوم د دې پر سبا (څلورم اګست) د خیبرپښتونخوا مرکز پېښور کې ته ولاړ او هلته یې د دغه ایالت له اعلی وزیر محمود خان سره پر لیدو سربېره ایالتي وزیرانو سره بېلابېلو مراسمو کې برخه واخیسته.

هغه لا پېښور کې و چې نور امریکايي دیپلوماتان پېښور کې د خیبرپښتونخوا عدلي تعقیب اکاډمۍ پرانیستې ته ورغلل. دا اکاډمي د امریکا په مرسته جوړه او چلېږي.

ښاغلي بلوم د دغه سفر پر مهال د پښتونخوا له روغتونونو سره د ۳۶ موټرونو مرسته هم وکړه.

"خورا بریالۍ دوره"

خیبرپښتونخوا کې د تحریک انصاف حکومت پخپله دغه ایالت ته د امریکا سفیر د ورتګ جزییات خپاره کړي او دا یې "یوه بریالۍ دوره" بللې ده.‌

د خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت لخوا خپره شوې اعلامیه کې له دوی سره بېلابېلو برخو کې د امریکا د مرستو او همکاریو مننه هم شوې.

اعلی وزیر محمود خان دې اعلامیه کې په زغرده ویلي چې د خیبرپښتونخوا حکومت او خلک مختلفو برخو کې د امریکا د مرستو هرکلی کوي او دواړو خواو د دغو مرستو پر دوام ټینګار کړی.

خو شرین مزاري بیا وايي دا سفر د پاکستان پوځ برابر کړی و.

د پښتونخوا ایالتي حکومت څه وايي

د خیبرپښتونخوا د ایالتي حکومت یوه ویاند علي سیف بي بي سي ته ویلي "د امریکا سفیر په رسمي سفر دغه ایالت ته ورغلی چې د تحریک نصاف ګوند له پالیسۍ سره هېڅ تړاو نه لري."

د هغه په وینا پاکستان له امریکا سره دیپلوماتیک اړیکي لري، که څه هم کله ناکله دغو اړیکو کې لوړې ژورې پیدا کېږي.

هغه د شرین مزاري نیکو ته غبرګون کې ویلي "تحریک انصاف خپل دریځ لري، خو د امریکا سفیر د دغه ګوند دفتر ته نه، بلکې په رسمي ډول دغه ایالت ته ورغلی دی."

ښاغلی سیف وايي امریکا په بېلابېلو برخو کې د پښتونخوا د حکومت مرسته کوي.‌

هغه زیاته کړې چې که د هند سفیر هم دغه ایالت ته ورشي، نو د دوی اعلی وزیر به یې ځکه هرکلی کوي چې هند سره هم دیپلوماتیک اړیکي لري.

د امریکا سفارت د دغه سفر په اړه څه وايي

اسلام اباد کې د امریکا سفارت پر خپل ټویتر لیکلي سفیر ډونلډ بلوم د ګست پر دریمه او څلورمه د خیبرپښتونخوا د دورې پر مهال تورخم بندر ته هم تللی چې پخپله مالومه کړای شي، دا بندر څنګه د خیبرپښتونخوا په اقتصادي او سوداګریزو چارو کې مرستندوی ثابتېږي.

د سفارت په وینا هغه پر دې سربېره د تورخم - پېښور ۴۶ کیلومتره سړک هم کتلی چې د امریکا په لسګونه میلیون ډالره مرسته رغول شوی.

اسلام اباد کې د امریکا سفارت په وینا سفیر او ورسره مل پلاوي خیبرپښتونخوا کې ګڼې نورې پروژې هم کتلي چې د دوی د میلیونونو ډالرو له مرستې برخمنې دي.