تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"باجوړ کې دې ښځې د سیلانۍ ځایونو ته نه ځي"
د خيبرپښتونخوا په باجوړ کې یوې ځايي جرګې پرېکړه کړې چې ښځې دې "د سیلانۍ ځایونو ته نه ځي."
دا پرېکړه پرون (جمعه) د باجوړ سلارزو سيمه کې د جمعيت علما اسلام مذهبي ګوند د ځايي مشر او پخواني سناتور مولانا عبدالرشيد په مشرۍ شوې ده.
ښاغلي عبدالرشید د پرېکړه لیک د لوستو پرمهال وویل "د سیاحت ځایونو ته له سړیو سره یو ځای د ښځو تلل" د دوی روایاتو خلاف" کړنه ده. نوموړی وايي، که انتظامیه دغه پرېکړه پلې نه کړي، خپله به لاس په کار شي.
د دغې پرېکړې پرضد غبرګونونه هم پارېدلې دي. د باجوړ انتظامیه وايي، دوی ته تر اوسه د جرګې کومه پرېکړه نه ده رسېدلې.