د بلوچستان ږوب کې ترافیکي پېښه

د خپرېدو وخت

د بلوچستان ایالت اړوند د ږوب ښار د شېراني‌ ولسوالۍ 'دانه غر' سیمه کې ژورې کندې ته د یوه مساپر وړونکي‌ موټر د لوېدلو له کبله ۱۹ تنه وژل شوي‌ ۱۴ ټپيان دي.

دا موټر د پلازمېنې اسلام اباد کوټې ته روان وو چې دې غرنۍ سیمه کې له سړک ووت او کړنګ ته پرېوت.