پښتونخوا کې څلور ميليونه ماشومان ښوونځيو ته نه ځي

د خپرېدو وخت

په خيبر پښتونخوا کې تر څلور ميليونو زيات ماشومان ښوونځیو ته نه ځي، د يوې سروې تر مخه صوبايي حکومت د دغو ماشومانو لپاره د پنځلس زره ښوونځيو جوړولو ته اړتيا لري.

خو حکومت په يو کال کې يوازې درې سوه نوي ښوونځي جوړولى شي، که دا چاره همداسې روانه وي نو د اړتیا وړ ښوونځیو جوړولو لپاره پنځوس کاله وخت ته اړتیا ده.

په پيښور کې زموږ همکار رحمان الله همدې ستونزې ته کتنه کړې او دا رپوټ یې رالېږلی.