د بلوچستان شېراني کې ۱۳ ورځې کېږي اور بل دی

د خپرېدو وخت

د بلوچستان د پښتون مېشتې شېرانۍ سیمې په غرونو او ځنګلونو کې لګېدلی اور نن دیارلسمه هم نه دی کابو شوی او اوس وېره شته، چې دغه اور ښايي نيژدې کلیو ته ورورسېږي.

پاکستان له ګاونډي هیواد ایران څخه د دغه اور په وژلو کې د مرستې غوښتنه کړې ده، او د ځايي چارواکو په وینا، نن به له ایرانه اور وژونکې الوتکه سیمې ته ورسېږي.

د دې اور وژلو په هڅه کې لږ تر لږه درې تنه ځايي ولسي وګړي مړه شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.