پېښور کې اختر: د مېلو او خوښيو خبرې

د خپرېدو وخت

پاکستان کې کوچنی اختر نن سې شنبې په رسمي ډول لمانځل کېده. ايران او د عراق شيعه ګانو هم نن اختر لمانځه. افغانستان کې طالبانو، او د افريقا نيجر او مالي بيا وړمه ورځ د يکشنبې/ اتوار ورځ اختر کړی و. خو خیبر پښتونخوا کې بيا اختر پرون دوشنبه/ګل و، چې اعلان يې د پېښور قاسم علي خان جومات کړی و.

دغه جومات په دوديز ډول د پاکستان مياشتې ليدو کمېټې پر خلاف روژې او اخترونه کړي دي. قاسم علي خان جومات د پېښور مشهور کيسه خوانۍ بازار سره نژدې مسګرو بازار کې دی.

د اختر خوښيو کې نن بيا د پېښور لوېديځ حيات اباد کې ناران باغ ته ګڼ شمېر خلک مېلې او ساتېرۍ لپاره ورغلي وو، ځينو یې بي بي سي سره خبرې کړې.