د مسالو سوداګري: پاکستاني سوداګر وايي له افغانستان سره يې سوداګري ختمه شوې

د خپرېدو وخت

په پاکستان کې د مسالو سوداگر وايي له هغه راهيسې چې طالبان واکمن شوي له افغانستان سره يې سود سودا په ټپه درېدلې ده. افغانستان به پخوا د کال تر نيم ميليون ډالر ډېرې مسالو له بهرنيو هېوادونو اخیستې چې تر نيمايي ډېره برخه يې له پاکستانه ورتله خو په افغانستان کې د اقتصاد خراب حالت او د سوداگرۍ په برخه کې ستونزې د دې لامل شوي چې اوس دغه تجارت د پخوا په شان ونه شي. د پېښور يوه سوداگر بي بي سي پښتو سره غږېدلی دی.