پښتنه نرسه پر خپل مسلک وياړي

د خپرېدو وخت

د پېښور اوسېدونکې خديجه همدلته يوه روغتون کې د نرسې په توګه کار کوي. دا وايي چې په ټولنه کې اوس هم ډېر خلک شته چې ښځينه نرسانو ته په ښه سترګه نه ګوري او يا کار ته د تلو پر مهال له بېلابېلو ستونزو سره مخ کېږي.

خو دا وايي د دې سربېره پر خپل مسلک وياړي او له دې لارې د خلکو خدمت کوي.

په پېښور کې زموږ همکاره کوثر وحيد اعوان يې ليدو ته ورغلې او ورسره غږېدلې ده.