پښتونخوا کې ډينګي ناروغۍ ګڼو کسانو ته سرخوږی جوړ کړی

د خپرېدو وخت

په پاکستان کي د ډينګي په نامه وېروس په چټکۍ په خپرېدو او زرګونو کسانو ته رسېدلی دی. دا وېروس چې د غوماشي له امله پیدا کېږي، په انسان سخته تبه راولي او د وینې فشار یې ټیټوي.

اوس د خیبر پښتونخوا په ګډون یې په ټول هېواد کې یو شمېر ناروغان مړه کړی هم دي.

په پيښور کي زمونږ همکار رحمان الله د پيښور يو روغتون ته ورغلى او هلته يې له ناروغانو او ډاګټرانو سره خبرې کړې دي.