تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ميراث: پښتونخوا کې خلک د پاکستان سترې محکمې پرېکړه ننګوي
د خپرېدو وخت
د پاکستان سوپريم کورټ يا سترې محکمي خپله يوه پرېکړه کې ويلي ښځې دې ژوند کې له پلاره میراث کې خپل حق واخلي او که داسې ونه کړي نو د پلار له مرګه وروسته یې اولادونه په ميراث کې د خپلې مور حق نه شي اخيستی.
پاکستان کې قانوني وکيلانو پر دې پرېکړې نيوکې کړې او د اسلامي لارښوونو خلاف یې بللې ده.
پېښور کې زموږ همکار د پاکستان سترې محکمې يوې قانوني وکيلې فرحانې مروت سره خبرې کړې او سر کې يې ترې پوښتلي دا پرېکړه له اسلامي لارښوونو سره ټکر کې ده او که ده نو څنګه؟