'پاکستان کې ښځو ته خپل حق په اسانۍ نه ورکول کېږي'

د خپرېدو وخت

په پاکستان کې د ښځو حقونو فعالان او فعالانې وايي،‌ دغه هېواد کې ښځو ته خپل حق په اسانۍ نه ور کول کېږي. ډېرې يې لوی لاملونه هلته د ټولنې نرواکي او هم يې عدالتونو کې د پرېکړو اورولو ځنډ بولي.

پاکستان د جنسيت برابرۍ او ښځو حقونو په اړه يو شمېر نړيوال تړونونه او هوکړې لاسلیک کړې، خو د ملګرو ملتونو په وينا لا هم په نړيواله کچه يو تر ټولو ټیټ ځای کې دی. خدای نور ناصر يې په اړه رپوټ لري.