تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پېښور کې د کورونا د واکسین کمښت
په داسې حال کې چې له ځینو عربي هېوادوو د رخصتیو لپاره پاکستان ته تللي کسان هره ورځ د کورونا ضد واکسین مرکزونو ته ورځي، خو ددې هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د کورونا ضد واکسین د کمښت له امله د واکسین مرکزونه تړل شوي.
د پېښور کمپلیس روغتون مخې ته راټولو شویو یو شمېر کسانو بي بي سي ته وویل د پېښور په ټولو روغتونو وګرځېدل خو په هېڅ روغتون کې ورته د کورونا ضد واکسین ونه شو.
د دوی په ډله کې ډېری هغه کسان هم شامل دي چې له عربي هېوادونو او په ځانګړې توګه سعودي عربستان نه د رختصیو په خاطر پاکستان ته راغلي وو.
دوی وايي سعودي ته د تګ لپاره واکسین کول شرط دی او دمګړۍ په پاکستان کې نه په دولتي روغتونو کې واکسین پیدا کېږي او نه هم شخصي رغتونونو کې.