د ابازو ګوړه

د خپرېدو وخت

ګوړه د خيبر پښتونخوا ډېرو سيمو او هم د افغانستان ختيځ کې د خوږو مهم ځايي صنعت يادېږي.. هغو سيمو کې چې د ګنيو کرکيله ډېره ده، د ګوړې جوړول هم په کې په پراخه دود وي. نن سبا یې د سوداګرۍ او پېروپلور غوړولو لپاره بڼې هم رنګارنګ شوې، او د بادامو، پستې او چارمغزو په ورزياتولو يې بيې هم توپير کوي. خو دا چې څنګه جوړېږي، د چارسدې ديباګرام اوسېدونکی يې روښانوي.