پېښور: د يوې مدرسې جومات دننه چاودنې له امله اته کسان وژل شوي

د خپرېدو وخت

پېښورکې د يوې مدرسې جومات دننه چاودنې له امله اته کسان وژل شوي او لګسونه نور ژوبل دي. چاودنه د يکتوت دير کالونۍ سپين جومات کې سهار داسې مهال شوې، چې ويل کېږي ماشومان پر زده کړه او تلاوت بوخت وو. د پاکستان لومړي وزير عمران خان دا چاودنه غندلې او ژمنه يې کړې چې پړه کسان به محاکمې ته راکاږي. له لومړيو پلټنو روښانه شوې، چې پېښه کې له پنځو تر شپږو کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي کارېدلي چې يوه بکسه کې ايښودل شوي وو. همکار مو رحمان الله د پېښې ځای ته ورغلی و.