تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پېښور یوه مدرسه کې چاودنه
د خپرېدو وخت
د پښتونخوا مرکز پېښور کې امنیتي چارواکي وايي، د ښار زرګر اباد 'سپین جومات' په دیني مدرسه کې چاودنه شوې چې له امله یې ۷ کسان وژل شوي او تر ۷۰ ژوبل دي. پولیس وايي، په یوه بکس کې پنځه تر شپږ کیلو چاودېدونکي توکي راوړل شوي او مدرسه کې اېښودل شوي وو.
پېښور کې د بي بي سي خبریاله کوثر وحید اعوان وايي، چاودنه د زرګر اباد دیر کالونۍ په سپین جومات او مدرسه کې سهار (د اکټوبر ۲۷) هغه مهال وشوه چې زدکوونکي د مدرسې لوی تالار کې په درس بوخت وو.