"ټولو کسانو ته باید سزا ورکړل شي"

د خپرېدو وخت

هغه قضايي کمیسیون چې د پېښور په ارمي سکول د ټولوژنې په اړه څېړنه کوي وايي که ځينو ځايي کسانو ترهګرو ته پناه ځایونو نه وو ورکړي نو دا غمېزه به هېڅ پېښه شوې نه وای. ۲۰۱۴ کال کې د دیسمبر په شپاړسمه، د پاکستان د طالبانو د تحریک اورپکو دغلته پر ارمي سکول برید وکړ او ۱۴۵ کسان یې ووژل چې ډيری یې زده کوونکي ماشومان وو.

۲۰۱۸ کال کې بیا د دغې پېښې د پلټلو او څېړلو لپاره د پېښور د سترې محکمې په امر د قاضي محمد ابراهیم په مشرۍ یو کمیسیون جوړ شو. برید کې د یوه وژل شوي زده کوونکي مور وايي، ټولو پړو کسانو ته باید سخته سزا ورکړل شي.