پاکستان کې د پولیو ضد واکسین پېلېږي

د خپرېدو وخت

د کورونا وېروس له پیله راوروسته لومړی ځل په پاکستان کې د پولیو واکسین پیل شوی دی. هغه دوه هېوادونه چې لا هم پولیو یا ګوزڼ پکې شته پاکستان او افغانستان دي. نایجریا تېره میاشت ځان له پولیو پاک وباله. په پاکستان کې د کورونا وېروس له کبله د پولیو واکسین ځنډول شوي وو، خو اوس روغتیا پالان هیله من دي چې دغه اونۍ به ۴۰ میلیونه ماشومانو ته د پولیو مخنیوي په موخه د واکسین څاڅکي ورکړي. بل لور ته د واکسین ضد ناسمې نظریې په دې برخه کې یو لوی خنډ جوړوي. نور جزیات سکندر کرماني لري.