تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په چمن کې چاودنې پنځه تنه وژلي، ګڼ ژوبل
له ډيورند کرښې سره څېرمه د بلوچستان په پښتون مېشته چمن ښار کې د دوشنبې په سهار په یوه چاودنه کې پنځه تنه وژل شوي او تر یو درځن زیات ټپيان شوي دي. د چمن سیمې مرستیال کمشنر ذکاءالله درانی وايي، دغه چاودنه په یوه موټرسايکل کې د ځای پر ځایو شویو چاودېدونکو توکیو په مټ شوې، چې لږ تر لږه پنځه تنه يې وژلي او دیارلس نور يې ټپيان کړي دي.
د سیمه ييزو پاکستانیو چارواکو په خبره، ددغه برید هدف د نشه يي توکو ځواک موټر وو، خو دا لاهم څرګنده نه ده چې د یاد ځواک څوک ټپيان شوي که نه.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د چمن چاودنه غندلې او له د مړیو او ټپيانو له کورنیو سره يې خواخوږي څرګنده کړې.