ټرافيکي ګڼه ګوڼه کې ناروغانو ته د امبولانس رسېدا

د خپرېدو وخت

پاکستان کې د کورونا ويروس پېښې ۱۲۰ زرو ته رسېدونکې دي. ټولټال دوه زره درې نيم سوه کسان ترې مړه شوي. د امريکا جانز هاپکېنز پوهنتون شمېر له مخې خيبر پښتونخوا کې يې د ناروغانو مشېر له ۱۵ زره او دوو سوو اوښتی، او ۶۱۹ کسان ترې مړه شوي دي.

ډېر وخت ښاورنو کې ناروغانو ته امبولانس پر وخت نه شي رسېدی، او که ناروغ يا ټپي امبولانس کې هم وي، ډېر کله یې وخت کم وي او د ژغورلو لپاره يې بايد روغتون ته رسېدو کې بيړه وشي. پېښور کې هم د ناروغانو او ټپيانو ژغورلو لپاره د ۱۱۲۲ شمېرې خدمت شپه ورځ پر کار بوخت وي. دا چې دوی د پېښور ګڼه ګوڼه کې د امبولانس خدمت څه ډول ستونزو سره مخامخ وي، دا يې کيسه ده.