کورونا وېروس: کورنی تاوتریخوالی ولې ډېر شوی؟

د خپرېدو وخت

په پښتونخوا کې د ښځو حقونو فعالانې وايي له هغه راهیسې چې د کورونا وېروس له امله دلته له کوره پر وتو او ګرځېدو بندیزونه لګول شوې دي، کورنی تاوتریخوالی یا تشدد ۳۰ فیصده ډېر شوی دی. تر دې وړاندې د بریتانیا په ګډون له نورو هېوادونو هم په دې شپو ورځو کې د کورني تشدد د پېښو د ډېروالي خبرونه ورکړل شول. دلیل څه دی؟ ځواب یې په پېښور کې د ښځو حقونو له یوې فعالې شازیې حنا اورو..