تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ډاکټر شکیل اپرېدي قضیه
د خپرېدو وخت
هغه ډاکټر چې د القاعدې د مشر اسامه بند لادن ځای ځايګي معلومولو کې د امريکا له استخباراتي اېجنسۍ سي ای اې سره په مرستې تورن دی، زندان کې يې خوراکبنديز کړی دی. د ډاکټر شکيل اپريدي قانوني وکيل قمر نديم اپريدی وايي موکل یې ساهيوال زندان کې له څو ورځو راهيسې خوراک بند کړی دی.
ډاکټر شکيل اپريدی ۲۰۱۱ کال کې د پېښور له کارخانو بازاره نيول شوی و. ده ته بيا د خيبر اېجنسۍ يوه عدالت يا محکمې ۲۳ کاله بند سزا ورکړې وه. قانوني وکيل يې له بي بي سي سره د خوراکبنديز پر وجو او لاملونو خبرې کړې دي.