تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مرکه: د بې ځایه شویو د ستونزو روښانولو په اړه کار پیل شوی
د خيبر پښتونخوا تيرا له تېرا يو شمېر کورنۍ چې د پوځي عملياتو له امله بې کوره شوې کورنۍ چې لا اوس هم د پېښور لنډي کوتل ترمنځ لارې سره سمڅو کې اوسېږي، د ژمي ساړه او سختيو سره مخامخ دي.
د جمروډ کلا لوېديځ سره کمر سره له څلوېښتو زياتې سمڅې دي، چې د پوځي اپرېشن يا عملياتو له امله دغو بې ځايه شوو خلکو پنا وروړې ده.
د خيبر پښتونخوا حکومت بيا وايي د باړې د بې ځايه شويو خلکو د مشکلاتو او ستونزو روښانولو په اړه اوس کار پيل شوى دى.
د اطلاعاتو صوبايي وزير شوکت يوسفزي يې پېښور کې رحمن الله سره په خبرو کې وويل د هغوی چې ټول کورونه یې وران شوي وي څلور لکه روپۍ به ورکوي.
ښاغلى يوسفزى لومړى د قبايلي سيمو د بې ځايه شويو کسانو شمېرې راکوي.