پاکستان کې لس میلیونه نجونې ښوونځیو ته نه ځي

د خپرېدو وخت

پاکستان کې د شمېرو له مخې لس ميليونه نجونې سکولونو يا ښوونځيو ته نه ځي. ښوونځي ته د نه تلو لاملونه يې بېلابېل دي.

نهه کلنه عايشه عمران هم څو کاله مخکې ښوونځي ته نه شوی تلی. اوس بيا نه يوازې دا چې دا په خپله ښوونځي ته ځي، هغه خنډونه یې هم مات کړي، چې د دې په څېر نور نجونې ورسره مخامخ دي. دا چې اوس دا څنګه توانېدلې ښوونځي ته لاړ شي، دلته یې کيسه ګورو.