تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د زرو ناروغانو لپاره یوه قابله
د افغانستان په ختیځ نورستان ولایت کې ۶۰ قابلې نژدې اتیا زره مېرمنو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي، مانا دا چې د شاوخوا زرو ناروغو مېرمنو لپاره یوازې یوه قابله کار کوي. د دغه ولایت چارواکي وايي د روغتیايي مرکزونو او ښځینه کارکوونکو د کموالي له امله ډیرې مېرمنې او ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي. که څه هم په افغانستان کې د مړیني کچه په سلو زرو مېرمنو کې درې سوو ته راښکته شوې خو په نورستان کې بیا دا شمیره لا هم لوړه ده. دغلته سیمه ییز چارواکي وايي د ستونزو د کمولو لپاره لاس په کار شوي او لومړي ځل لپاره یې پنځوس نجونې د قابلګۍ او نرسنګ زده کړو لپاره کابل ته استولي دي. نور حال د ذبیح الله رحیمزي په رپوټ کې.