تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
فرانسه کې د افغان کډوالو بې برخلیکه ژوند
- Author, ریاض احمد میا خېل خپلواک خبریال
- دنده, پاریس
- د خپرېدو وخت
د کډوالو نړیواله ورځ چې نن (پنجشنبه- جون ۲۰) ده، پر داسې مهال لمانځل کېږي چې ګرده نړۍ کې نژدې ۷۰ مېلیونه انسانان کډوالۍ کې ژوند کوي. د دې کډوالو تر نیمایي ډېر یې د سوریې، افغانستان، سویلي سوډان، میانمار او سومالیا اوسېدونکي دي.
ځینې افغان کډوال بیا په فرانسه کې د خپل ژوند برخلیک ته کلونه شمېرې چې شمېر یې تر زرګونو کسانو رسېږي.
د فرانسې د کډوالو او تابعیت وګړو د ساتنې اداره یا 'اوفي ' رسمې شمېرې ښيي چې تېر کال په هغو کسانو کې چې له یادې ادارې سره یې د پناه رسمې غوښتنې ثبت کړې دي، تر ټولو ډېر یې افغانان دي چې د ټولو کډوالو نژدې ۲۰ سلنه کېږي.
خو ځینې هغه افغانان چې فرانسه کې د پناه اخیستو په تمه دي، کلونه - کلونه بې برخلیک دي.
ننګیالی هغه افغان دی چې له څلورو کلونو راهیسې په اروپا کې بې برخلیکه دی. هغه اوس د فرانسې پلازمېنه پاریس کې د کډوالو په یوه پنډغالي کې له کړاوه ډک ژوند تېروي.
د پلازمینې پاریس شمالي برخه کې د پورت دو لا ویلت پنډغالي کې مې ګڼ داسې افغانان ولېدل چې په کوچنیو خېمو کې یې خورا سخت ژوند تېراوه.
هغوی چې د سړک تر غاړې پراته وو، آن ښځې او ماشومان هم پکې لېدل کېده.
نا څرګنده برخلیک
ننګیالی له اتریشه دوه ځلې فرانسې ته راغلی و، خو داوړه ځله یې فرانسې د پناه غوښتنه و نه منله او اوس له ناڅرګند برخلیک سره مخامخ دي.
هغه وايي:
"۲۰۱۵ کال کې مې اتریش کې د پناه غوښتنه و نه منل شوه، فرانسې ته راغلم او ۸ میاشتې فرانسه کې پاتې شوم له هغه وروسته بیرته د فرانسې لخوا اتریش ته واستول شوم، دوه کاله مې هلته کې تېر کړل، خو بیا هم زما د پناه غوښتنه و نه منل شوه. اوس له ۲۰۱۹ کال راهیسې دلته پاریس کې پروت یم خو د پولیسو له خوا بیاهم امر شوی چې باید اتریش ته بیرته وګرځم"
د ننګیالي په څېر زرګونه افغانان په فرانسه کې بې برخلیکه دي او همدې نا څرکنده حالت یې ژوند لا تریخ کړی دی.
فرانسې ته ګڼ شمېر هغه بې برخلیکه کډوال له نورو اروپايي هېوادونه راځي چې په عامه اصطلاح ورته "ډوبلیني کډوال" ویل کېږي.
د ډوبلین قانون
ډوبلیني کډوال هغه بلل کېږي چې لومړی یې په یو بل اروپايي هېواد کې د پناه غوښتنه کړې وې، یا یې ګوتې لګول شوې وي خو پناه یې نه وي منل شوې.
د ډوبلین اصولو له مخې، فرانسه له قانوني پلوه د دې اجازه لري هغه کډوالو هغو هېوادونو ته بیرته واستوي چې هلته يي لومړی د پناه اخېستو په موخه د ګوتو نښې ثبت شوې وي.
د فرانسې د کورنیو چارو وزارت د شمیرو له مخې تیر کال څه باندې ۱۲۲ زره تنه کډوالو دغه هېواد کې د پناه غوښتنه کړې وه چې ۳۲ سلنه یې د ډوبلین قانون کې راتلل.
صحبت خان هم یو له هغو افغان کډوالو دي چې څلور کاله مخکې د افغانستان له جګړو تښتیدلی او د ډوبلین قانون له وجې له دوو کلونو راهیسې پاریس کې له نامعلوم برخلیک سره مخامخ دی:
" ځمکې مو خرڅې کړې، پیسې مو قرض کړې او په سختیو دلته راورسېدو، اوس دلته یو کال کېږي چې له کوره يي ایستلی یم، او ترخیمې لاندې د سړک پر غاړه ژوند تېروم. "
په فرانسه کې چې ژمي پکې یخني او اوړی پکې بارانونه ډېر وي، د خېمو ژوند پکې له ډېرو ستونزو ډک دی.
وروسته له هغه چې د فرانسې حکومت په فرانسه کې د کلې په نامه مشهور کمپ وتاړه، ډېری کډوال بریتانیا ته د تلو په تمه په ځنګلونو کې شپې تېروې.
په ځنګلونو کې د خوړو او درملو د نشتوالي له امله ځېنو ته جدي ناروغۍ هم پيدا شوې دي.
د فرانسې په ځېنو پنډغالو کې مې داسې افغانان هم ولېدل چې بریتانیا ته قاچاقي ډول د اوښتو لپاره یې میاشتې میاشتې په ځنګلونو کې تېرې کړې دي.
د ډانګ او پړانګ ترمنځ
کډوالو چې تر ډېره په لویو لاریو کې له فرانسې بریتانیا ته اوړي، ځینې وخت خپل منځې نښتې هم کوي چې مرګ ژوبله هم لري.
په همدې ډول نښتو کې تېر او وړم کال ګڼو افغانانو ته مرګ ژوبله هم اووښتې وه.
۲۰۱۶ کال کې افغان حکومت له اروپايي ټولنې سره د کډوالۍ په برخه کې یو ګډ سند لاسلیک کړ چې له مخې به يي هغه افغانان چې اروپايي هېوادونو کې د پناه اخیستلو شرایط نه پوره کوي باید بېرته افغانستان ته واستول شي.
هغه افغانان چې اوس په فرانسه کې د پناه اخیستو په تمه دي او وطن ته هم له وېرې نه شي تلای، د ډانګ او پړانګ ترمنځ ژوند تېروې چې له ډېرو کړاونو ډک دی.