د ایډنبرا ژوبڼ له لویو پانډاګانو سره خدای پاماني کوي

د خپرېدو وخت

د سکاټلنډ ایډنبرا ژوبڼ زیارت کوونکو مخکې له دې چې هلته یو لوی پانډا چین ته ستون کړل شي، د وروستي ځل لپاره د هغه ننداره وکړه.

د تیان تیان او یانګ ګوانګ په نومونو پانډاګان په ۲۰۱۱ کال سکاټلنډ ته یووړل شول.

لومړني لوی پانډاګان چې په بریتانیا کې ۱۷ کاله و اوسېدل، د ۲۰۱۱ کال د ډیسمبر پر څلورمه د FedEx Panda Express په نامه یوه الوتکه کې واچول شول.

خو په پام کې ده چې ډیسمبر میاشت کې د ۱۰ کلونو تر شرایطو لاندې چې د وبا له کبله دا موده غځول شوې وه، ستانه کړل شي.

د امنیتي او خوندیتابه لاملونو له کبله د دوی د سفر دقیقه نېټه او وخت نه دي په ډاګه شوي، خو ګومان کېږي چې راتلونکۍ اونۍ به له سکاټلنډ سره خدای پاماني وکړي.